خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

جماعة الدعوه: افغانان بايد د نورو هېوادونو په جګړو کې ښکېل نه شي

جماعة الدعوه: افغانان بايد د نورو هېوادونو په جګړو کې ښکېل نه شي

Nov 27, 2017 - 14:29

کابل (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٦) : د جماعة الدعوه ګوند وايي، لکه څرنګه چې افغانستان نورو ته په خپلو کورنيو چارو کې دلاسوهنې اجازه نه ورکوي، دغه راز افغانان هم بايد د نورو هېوادونو په جګړو کې ښکېل نه وي.

د جماعة الدعوه الى القران والسنة ګوند مرستيال حاجي روح الله وکيل دغه څرګندونې د اجراييه رياست د دويم مرستيال محمد محقق د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې کړې دي.

محقق دوه ورځې مخکې په ايران کې د يوې غونډې پر مهال په سوريه کې د جنګېدونکو افغانانو او ايراني جنرالانو او سرتېرو ستاينه کړې وه.

حاجي روح الله وکيل وايي،لکه څرنګه چې افغانستان نورو ته په خپلو کورنيو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي، دغه راز افغانان هم بايد د نورو هېوادونو په جګړو کې ښکېل نه وي.

هغه زياته کړه : (( دغه افغان وسله وال چې په سوريه کې د حکومت په پلوۍ جنګيږي، چې کله بېرته هېواد ته ستانه شي، بيا دلته په ترهګريزو کارونو کې  ښکېل وي .))

نوموړي دغه کار د ايران يوه دسيسه وبلله او ويې ويل چې دا کړنې نور افغانانو ته د منلو وړ نه دي.

روح الله وکيل له ولسمشر اشرف غني او له اجراييه رياست څخه وغوښتل چې د محقق د څرګندونو په اړه کلک غبرګون وښيي.

د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د وزيرانو شورا غونډې ته ويلي، د نورو هېوادونو په جګړو کې برخه اخيستل، د حکومت دريځ نه دى.

د جماعة الدعوه الى القران والسنة ګوند مرستيال وايي، کومې ډلې چې د سوريې د ولسمشر بشارالارسد د حکومت پر ضد له خپلو حقوقو څخه ددفاع لپاره جنګيږي، د هغوى په مقابل کې مبارزه کول، تېروتنه ده. 

علامت: 

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement