Pajhwok Services

SMS News Service

Photo Service

Election Coverage

Special Mining Page

Afghan Peace Process Special Page

Addvertise With Pajhwok

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

Suggest a Story

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

چارواکي: وسله والو طالبانو په لوګر کې دوه ښوونځي تړلي

چارواکي: وسله والو طالبانو په لوګر کې دوه ښوونځي تړلي

By
On
Sep 28, 2017 - 13:45

پل علم(پژواک،٦تله٩٦): د لوګر حکومتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په مرکز پل علم او محمد اغې ولسوالۍ کې دوه ښوونځي تړلي چې له امله يې ګڼ شمېر زده کوونکي له زده کړو پاتې دي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د تلې په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو د امنيت د ټينګښت په موخه د مرکز پل علم اړوند د پورک او د محمد اغې ولسوالۍ په سرخ اب سيمه کې دوه پوستې جوړې کړي دي.

هغه وايي چې د دې پوستو د جوړيدو په غبرګون کې طالبانو په دې سيمو کې خلک اړ کړي چې خپل ماشومان ښوونځيو ته ونه لېږي.

ده زياته کړه: (( وسله وال طالبان له خلکو څخه ناوړه ګټه اخلي، له هغوى څخه پر حکومت د فشار د وسيلې په توګه  استفاده کوي او همدا کار د دي لامل شوى چي سلګونه هلکان او نجوني له زدکړو محروم  شي.))

د صالح په وينا د يادو سيمو قومي مشران دوه ځلې د ولايت مقام ته ورغلي ، څو له دې سيمو کې څخه پوستې بېرته لرې کړاى شي.

هغه وايي: (( خو موږ په دې پوهيدو چې دغه غوښتنه د خلکو نه، بلکې د طالبانو ده او دغه قومي مشران يې په زور ليږلي دي.))

بل لورته د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزى وايي چې د يادو پوستو په جوړېدو سره په دې سيمو کې امنيتي وضعيت ښه شوى، نو ځکه د پوستو د لرې کولو لپاره طالبان پلمې جوړوي.

احمدزی وايي: (( ښونځيو ته د تلو په برخه کي زمونږ امنيتي پوستي هېڅ ډول مشکل ندى جوړ کړى او ښوونځيو ته د زده کوونکو نه تګ د طالبانو کار دى.))

دغه راز د پورک د سيمې اوسيدونکي عبدالجليل پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو اونيو راهيسې د دوى په سيمه کې د نجونو ښوونځى تړل شوى دى.

هغه وايي: (( يواځې زمونږ له کوره اووه نجوني مکتب ته تللى، خو اوس مکتب بند دى، يوه هم نه ځي.))

دى وايي چې يو شمېر مخ پټو کسانو د ښوونځي مدير او استادانو ته اخطار ورکړى چې ښوونځي ته ولاړ نه شي.

 ده وويل چې د دې ښوونځي د تړل کېدو له امله شاوخوا زر نجوني له زده کړو څخه پاتې دي.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د پوهنې رياست وياند

 والي وياند شاپور عرب پژواک ته وويل چې د امنيتي ستونزو له امله د پورک د نجونو او د سرخ اب د هلکانو ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.

د عرب د معلوماتو له مخې د يادو ښوونځيو د تړل کېدو له امله شاوخوا ١٦ سوه زده کوونکي له زده کړو څخه بې برخي شوي دي.

د پوهنې رياست وياند وايي چې د قومي مشرانو په همکارۍ هلې ځلي پيل شوي، څو دغه ستونزه هواره شي.

 بل لور ته طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ياد شوي ښوونځي دوى نه دي تړلي، خو په دې اړه يې له نورو څرګندونو ډډه وکړه.

د يادونې وړ ده چې اوسمهال په لوګر ٣٠٧ ښوونځي موجود دي چې له دې ډلې يې ١١٧ ښوونځي ودانۍ نه لري.

Related Article


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

Add new comment

Advertisement

Advertisement

Twitter Update