د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې د موټرو غله نيول شوي

بلخ کې د موټرو غله نيول شوي

Aug 17, 2014 - 13:33

مزارشريف (پژواک ٢٦ زمرى ٩٣): د بلخ د ملي امنيت رياست منسوبينو د دغه ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې د موټرو يوه ډله غله نيولي دي.

د دغه ولايت د ملي امنيت رياست د زمري په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې وروستيو کې د بلخ په بېلابېلو سيمو کې د يو وسله وال بانډ له خوا د موټرو غلاوې زياتې شوې وې.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د همدې ډلې وسله والو غلو دوه ورځې وړاندې د مزارشريف ښار په علي چوپان سيمه کې له يوه کوره کرولا موټر تښتولی و.

سرچينه زياتوي، چې دوی تېره شپه د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې ياد موټر بېرته ترلاسه کړ او په دې ترڅ کې يې د ياد درې کسيز بانډ کسان ژوندي ونيول.

د ملي امنيت رياست وايي، چې نيول شوو کسانو د موټرو په لسګونو غلاوو کې لاس درلود، چې له نيولو سره به يې په ياد ولايت کې د موټرو د غلاوو کچه خورا راټيټه شي.

محمد حسين، چې لس ورځې وړاندې يې د همدې ډلې له خوا کرولا موټر تښتول شوی و، پژواک ته وويل، چې د موټر له ورکېدو سره سم يې امنيتي مسوولينو ته خبر ورکړ.

نوموړي زياته کړه، دی خوښ دی، چې تېره ورځ د امنيتي مسوولينو له خوا موټر ورته بېرته وسپارل شو.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement