د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابينې له خوا په دولتي روغتيايي مرکزونو کې د فيس اخيستلو مقرره تاييد شوه

د کابينې له خوا په دولتي روغتيايي مرکزونو کې د فيس اخيستلو مقرره تاييد شوه

Aug 13, 2017 - 19:55

کابل (پژواک،٢٢زمرى٩٦): د کابينې له خوا په دولتي روغتيايي مرکزونو کې د فيس اخيستلو مقرره په داسې حال کې تاييد شوه چې ځينې دغه کار د قانون خلاف ګڼي او د عامې روغتيا د وزير په وينا، په دغو مرکزونو کې اوسمهال هم په پټه پيسې ورکول کېږي.

د اساسي قانون په ٥٢مه ماده کې راغلي: "دولت د افغانستان د ټولو اتباعو لپاره د ناروغيو د مخنيوي او د علاج وسيلې او روغتيايي اسانتياوې، د قانون له حكمونو سره سم تاْمينوي. دولت له قانون سره سم د خصوصي طبي خدمتونو او روغتيايي مركزونو جوړول او پراختيا هڅوي او ملاتړ يې كوي. دولت د سالمې بدني روزنې د پياوړتيا او د ملي او سيمه ييزو ورزشونو د پراختيا لپاره لازم تدبيرونه نيسي."

خو د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز نن د خبري غونډې په څنډه کې وويل چې د افغانستان د کابينې له خوا څلور ورځې وړاندې (د زمري په ١٨مه) په دولتي روغتيايي مرکزونو کې د فيس مقرره تاييد شوې ده.

 هغه زياته کړه، دغه مقرره د عامې روغتيا د قانون د دويمې مادې له تعديله په پيروۍ وضع شوې ده.

ولسي جرګې د ١٣٩٤ کال په غبرګولي مياشت کې د عامې روغتيا د قانون د دويمې مادې د تعديل طرحه چې له مخې يې په دولتي روغتونونو کې د ثانوي او تر هغې لوړو روغتيايي خدمتونه د پيسو په بدل کې ترسره کېږي، په داسې حال کې تصويب کړه چې د دغې جرګې ځينې غړي، دغه پرېکړه د هېواد د اساسي قانون د ٥٢مې مادې خلاف ګڼي.

د عامې روغتيا وزير وويل، سره له دې چې په اساسي قانون کې په ډاګه شوې ده چې په دولتي روغتيايي مرکزونو کې دې په وړيا توګه خدمات وړاندې شي؛ خو داسې نه ده او خلک په يو ډول پېسې پرې کوي.

د هغه په وينا، د عامې روغتيا وزارت د دغه بهير د معقول کولو لپاره چې خلک په پټه توګه پېسې ورکوي، يوه طرحه وړاندې کړه، ترڅو "د پټو پيسو ورکړې" مخه ونيول شي.

نوموړي زياته کړه، کله چې يو افغان تر مېز لاندې پيسې ورکوي، غوره ده چې هماغه د مېز پر سر ورکړي ترڅو حساب ورکونه رامنځ ته نه شي.

هغه وويل چې د نوې مقررې له مخې، د بېړني، ساري ناروغيو، واکسين، د امنيتي او ترافيکي پېښو د ټپيانو د سخت درد، د زړه حملې، سوي او ولادي عملياتو په شان بېړنيو پېښو په شان اړينو او بنسټيزو خدمتونو وړاندې کول وړيا دي؛ خو هغو ناروغيو ته رسېدنه بېړنۍ او مهمه نه ده، لکه د صفرا کڅوړې شکېدل، د مخ ښکلا او نورو او د دا ډول خدماتو په بدل کې يوه اندازه پيسې اخيستل کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغې مقررې له مخې، هر ناروغ چې د معاينې په موخه روغتون ته مراجعه کوي، مکلف دى چې لس افغانۍ فيس ورکړي او نور خدمتونه هم د غيردولتي روغتيايي مرکزونو په پرتله په ډېر تخفيف سره وړاندې کېږي.

هغه د بېلګې په توګه وويل، په خصوصي روغتون کې د ام ار اى معاينه د شاوخوا پنځو زرو افغانيو په بدل کې ترسره کېږي؛ خو په دولتي روغتونونو کې د ٥٠٠ افغانيو په بدل کې ترسره کېږي.

نوموړي زياته کړه چې د دولتي روغتونونو د کمو پيسو په بدل کې د خدمتونو وړاندې کېدل، د دې لامل کېږي چې ښه روغتيايي خدمتونه او د حساب ورکړه رامنځ ته شي.

د حقوقي مسايلو کارپوه او د اساسي قانون پر تطبيق د کميسيون پخوانى مشر پوهاند ګل رحمن قاضي وويل چې دولت بايد د اساسي قانون د ٥٢مې مادې له مخې په دولتي روغتيايي مرکزونو کې وړيا روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.

د هغه په وينا، د عامې روغتيا قانون د دويمې مادې تعديل او دغه راز د صحي خدمتونو د فيس مقرره تاييد د قانون خلاف کار دى.

نوموړي زياته کړه: "د شته حکومت په شمول ټول شيان له قانون سره په ټکر کې دي او په ټول کې دولت د قانون خلاف دى، هر کار د مصلحت له مخې کېږي او هېڅ قانوني بنسټ نه لري او چې قانوني بنسټ ونه لري، هغه اجراات هم غير قانوني دي."

د هغه په وينا، د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول، په داسې وخت کې وړيا کېداى شي چې قانون واکمن وي او کله چې سليقې واکمنې وي، هغه وخت بيا قانون ځاى نه لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement