د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ننګرهار کې د پوليو له واکسینه د پاتې کېدونکو ماشومانو شمېر کم شوی

په ننګرهار کې د پوليو له واکسینه د پاتې کېدونکو ماشومانو شمېر کم شوی

Aug 14, 2017 - 15:06

جلال اباد (پژواک، ۲۳ زمری ۹۶): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د پوليو له واکسینه د پاتې کېدونکو ماشومانو شمېر تر پخوا کم شوی دی.

هغوی زیاتوي چې ګواښ پر خپل ځای موجود دی؛ خو تر ګواښ لاندې سيمو کورنيو امنو سيمو ته کډه کړې ده.

د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د زمري په ۲۳مه د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو چې د ۴۵۰۰ کارکوونکو او رضاکارانو له لوري به اووه سوه زرو تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته تطبیق شي.

د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د کمپاین د پیل په مراسمو کې د ولایت مرستیال محمد عالم اسحاق زي وویل، د سکتوري ادارو او ولسوالیو مسوولینو ته یې جدي سپارښتنه کړې ده څو د پولیو ضد درې ورځني واکسین کې له رضاکارانو سره مرسته وکړي.

نوموړي په مرکز او ولسوالیو کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او د کورنیو له غړو غوښتنه وکړه، څو د پولیو ضد واکسین د تطبیق په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

د عامې روغتیا ريیس ډاکتر نجیب الله کامه وال  پژواک خبري اژانس ته وویل چې د  پولیو ضد واکسین کمپاین به د درې ورځو په موده کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې تطبیق شي چې په ترڅ کې به یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته دوه څاڅکي واکسین او له شپږو میاشتو څخه تر پنځو کلونو پورې ماشومانو ته د ویټامین اې څاڅکي ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه، ياد کمپاین به د ۴۵۰۰ کارکوونکو او رضاکارانو له لوري ترسره شي چې په ترڅ کې به يې د اووه سوه زرو په شاوخوا کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.

هغه وایي، په ختيځو ولایتونو کې د پولیو مثبته پېښه نه ده لیدل شوې؛ خو په وروستیو کې له کډوالۍ د را ستنېدونکو کورنیو د راستنېدو له امله یې په دې برخه کې اندېښنه څرګنده کړه.

د عامې روغتیا رييس خوښي وښوده چې په ننګرهار ولایت کې د پولیو ضد واکسین کمپاین د تطبیق ساحه پراخه شوې؛ خو د پچیراګام په پنکزیو، هسکې مینې په لوی پاپین، اوغز او نازیانو ولسوالۍ دوه خولې سیمو کې د پولیو ضد واکسین به د روان کمپاین په ترڅ کې تطبیق نه شي چې په يادو سيمو کې به نږدې لس زره ماشومان له واکسين څخه پاتې شي.

نوموړي وويل چې پخوا دغه شمېره تر پنځوس زره لوړه وه چې اوس تر لس زره هم کمه شوې ده.

د يادونې ده، سږ کال په ټول هېواد کې د پوليو شپږ پېښې ثبت شوې دي چې ډېرى يې په ختيځ او سوېل کې دي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement