د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د عامې روغتيا وزير: فساد د روغتيا په برخه کې د پرمختګ مخه نيولې ده

د عامې روغتيا وزير: فساد د روغتيا په برخه کې د پرمختګ مخه نيولې ده

Aug 15, 2017 - 19:54

کابل (پژواک،٢٤زمرى٩٦): "د روغتیا په برخه کې د فساد د له منځه وړلو لپاره کارونه شوي؛ خو لا هم په دغه سکتور کې د فساد شتون، زيانمنې طبقې ته د غوره خدمتونو رسولو مخه نيسي."

دغه مطلب نن په کابل کې د روغتيا په برخه کې له اداري فساد سره د مبارزې د سټراټېژۍ پېژندلو د غونډې ګډونوالو وړاندې کړ.

نن د عامې روغتيا وزارت له خوا په داسې حال کې د روغتيا په برخه کې له اداري فساد سره د مبارزې سټراټېژي معرفي شوه چې له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې او څارنې ګډې کمېټې (MEC)، کابو يو کال مخکې په ياد شوي وزارت کې د فساد د شتون له امله اندېښنه په ډاګه کړې وه او له دغه ښکارندې سره د مبارزې لپاره يې ١١٥ سپارښتنې کړې وې.

د کمېټې په رپوټ کې راغلي و چې د عامې روغتيا په سکتور کې د بډې اخيستلو، درغلۍ، دوکې، د پېژندګلوۍ له مخې ګومارنې، ناروغانو ته نه رسېدنې، قومي کرکې او توپير، په تړونونو کې ستونزې، د مديريت او حساب ورکولو کمزورتيا، د تېلو، خوړو او درملو د غلا په شمول پراخې ستونزې شته دي چې دغه کار پر ياد شوي وزارت د خلکو د بې باورۍ لامل شوى دى.

د يادې شوې سټراټيژۍ د ورپېژندلو په مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت د پلان او پاليسۍ عمومي مشر ډاکټر عبدالقدير قدير وويل، دغې کمېټې د روغتيا وزارت په شپږو برخو کې د فساد له خطر سره مخ شوى بللى و.

د هغه په وينا د روغتيايي قوانينو، روغتيايي خدمتونو مديريت، د طبي محصولاتو ساتل او وېشل، د طبي محصولات د بازار موندنه، د مالي او بشري سرچينو مديريت، له خطر سره مخ شوې شپږ برخې دي.

خو نوموړي په ډاګه کړه چې د عامې روغتيا وزارت، د فساد د مخنيوي او ١١٥ ټاکل شويو سپارښتونو ته لاسرسي، ځينې موارد سل په سلو، ځينې نور په سلو کې له ٢٥ تر ٧٥پورې بشپړ کړي دي او پر ځينو نورو کار روان دى.

په دغې غونډه کې د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز هم وويل چې فساد د روغتيايي سکتور په شمول په ټولو برخو کې د پراختيا او پرمختګ مخه نيولې ده او څو چې کلکه مبارزه ورسره ونه شي، خلکو ته ښو روغتيايي خدمتونو وړاندې کول او روغتيايي خدمتونو ته يې لاسرسى ناشونى دى.

د هغه په وينا، له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې کمېټې د عامې روغتيا وزارت د غوښتنو پر بنسټ زيانمنوونکې برخې په نښه کړې وې.

فيروز وويل: "د زیان په دې پېژندنې سره د عامې روغتيا په وزارت کې د فساد ټولې برخې وپېژندل شوې او له فساد سره د مبارزې سټراټيژي جوړه شوې؛ خو ماته ډېر زيان واوښت او د تر ټولو مفسد کس په توګه معرفي شوم؛ اما ونه ډار شوم او له فساد سره مبارزې ته مې دوام ورکړ."        

د عامې روغتيا د وزارت د معلوماتو له مخې، روڼتيا او حساب ورکول، ځواب ويل، د روغتيايي خدمتونو په برخه کې د عدالت رامنځ ته کېدل، د هېواد په ولايتونو کې د رپوټ ورکولو روزنيزو پروګرامونو جوړېدل، د درملو د قاچاق مخنيوى او د اداري فساد د حقيقتونو پېژندل، په روغتيايي سکتور کې له اداري فساد سره د مبارزې سټراټيژي مهمې برخې دي.

د عامې روغتيا وزير، د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې دغه وزارت په تېرو څلورو مياشتو کې عدلي او قضايي ارګانونو ته د فساد او مفسدينو ٨٤ موردونه ور پېژندلي دي او له فساد سره د دغه وزارت مبارزه هماغه شان دوام لري.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د تړونونو او څارنې د برخې  د مالي چارو مشر اورياګارجيلو (Oriana Gargiulo) په نننۍ غونډه کې وويل، سره له دې چې په وروستيو کالو کې د روغتيا په برخه کې پرمختګونه شوي دي؛ خو په دې لړ کې ننګونې شته او له دغه سکتور کې د فساد شتون د دې لامل شوى چې زيانمنې طبقې ته خدمتونه ونه رسېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement