د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"ځينې روغتيايي مرکزونه له فساد او کمزوري مديريت څخه کړېږي"

"ځينې روغتيايي مرکزونه له فساد او کمزوري مديريت څخه کړېږي"

Aug 23, 2017 - 18:45

کابل(پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٦): د افغانستان د روڼتيا څار بنسټ   نوې موندنې ښيي چې په روغتيايي سکتور کې د سلګونه ميليون ډالرو له لګېدو سره سره، تر اوسه هم په هېواد کې ډېر شمېر روغتيايي مرکزونه د کمزوري مديرت، فساد او د برېښنا او څښاک  اوبو په  ګډون له جدي ننګونو سره مخ دي.

د افغانستان د روڼتيا څار بنسټ د ٢٠١٦ او ٢٠١٧ کلونو په بهير کې په کابل، ننګرهار، هرات، بدخشان، کندهار، تخار، بغلان او غزني ولايتونو کې له ١٨٤روغتيايي مرکزونو څخه د روغتيايي مرکزونو له کار کوونکو اوخلکو سره د ليدنو او مرکو له لارې پلټنې ترسره کړې چې پايلې يې نن په کابل کې په يوه راپور کې اعلان کړې.

ددغې ادارې په راپور کې راغلي چې له پلټل شويو ودانيو څخه تر نيمايي ډېر يې جوړښتي ستونزې لري چې بېړنۍ بيارغونې ته اړتيا لري او کابو ٥٠سلنه نور يې په بد نظافتي او روغتيايي وضعيت کې قرار لري او د دغو ودانيو يو پر څلورمه برخه اصلا تشناب نه لري.

د دغو موندنو له مخې، له هرو لسو مرکزونو څخه؛ څلور يې د څښلو پاکې اوبه او پنځه مرکزونه يې برېښنا نه لري، د ياد شويو ودانيو تر نيمايي ډېر و يې امبولانس نه درلود او څلوېښت سلنه يې د ښځينه کار کوونکو له کمښت سره مخ دي.

سربېره پردې،د اتو ولايتونو د روغتيايي مرکزونو ترسره شوې پلټنې ښيي، سره له دې چې د روغتيايي سکتور په برخه کې په سلګونو ميليون ډالر مصرف شوي ؛ خو نا مناسبې  ودانۍ، د ښځينه روغتيايي کار کوونکو کمښت، د برېښنا او د څښاک د پاکو اوبو کمښت، د هېواد په کچه د ډېر شمېر روغتيايي مرکزونو مهمې ننګونې ګڼل کېږي.

د دغه بنسټ اجرايي مشر سيداکرام افضلي په نننۍ خبري غونډه کې وويل چې اداري فساد دهېواد په روغتيايي سکتور کې له مهمو ننګونو څخه دى او د دغه ارګان موندنې ښيي چې د ځينو ولايتونو د عامې روغتيا رييسان له ١٥کلونو راهيسې نه دي بدل شوي او د فساد په اړه ډېرى تورونه هم په دغو ولايتونو کې شته  .

هغه زياته کړه، سره له دې چې د فساد په اړه شکايتونه شته ؛ خو د عامې روغتيا مشرتابه تر اوسه د عامې روغتيا د دا ډول رييسانو د بدلون لپاره اقدام نه دى کړى.

نوموړي د دا ډول کسانو د نومونو د افشا کېدو په اړه د پژواک خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې وويل:" د بلخ  ولايت د عامې روغتيا رييس يادولى شي، د عامې روغتيا د دغه رييس پرضد د فساد تورونه شته ؛ خو د عامې روغتيا وزير تراوسه په دې برخه کې اقدام نه دى کړى. "

هغه وويل چې د روغتيا په برخه کې د دا ډول ستونزو شتون د کمزوري مديريت له امله او د هېواد د عامې روغتيا وزارت د چارواکو د جدي څارنې د نه شتون له امله وباله.

د دغې خبري غونډې په دوام د روڼتيا د څار د څېړنې مدير عزت الله اديب وويل چې د دغه ارګان موندنې ښيي چې په ډېرى ياد شويو روغتيايي مرکزونو کې اړين وسايل او تجهيزات نشته او د ښځينه روغتايي کار کوونکو کمښت په دغو مرکزونو کې نورې مهمې ننګونې دي.

هغه د جزيياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې په يوشمېر دغو مرکزونو کې، د متخصص ښځينه ډاکټر پرځاى نرسان او قابله ګانې ناروغانوته نسخې ورکوي او په ځينو مرکزونو کې د شپې له خوا نوکريوال ډاکټر نه و.

دغه بنسټ له عامې روغتيا وزارت څخه غواړي چې د روغتيايي ودانيو سملاسي بيارغونه، پر اړتيا وړ وسايلو د دغو ودانيو سمبالېدل، له فساد سره جدي مبارزه او کلکه څارنه دې په کاري لومړيتوب کې ځاى کړي.

خو د عامې روغتيا وزارت د پلان او پاليسۍ عمومي رييس ډاکټر عبدالقدير قدير د روغتيا په مختلفو برخو کې د ستونزو شتون رد نه کړ؛ خو ويې ويل چې تر اوسه پورې د روڼتيا د څار  بنسټ  راپور  د دغه وزارت په واک کې نه دى ورکړل شوى چې په اړه يې مشخص ځواب ووايي.

خو هغه په ياد شوي وزارت کې له اداري فساد سره د مبارزې او کلکې څارنې د نه شتون په اړه وويل چې د عامې روغتيا وزير په خپله له خپل کاري ټيم سره يوځاى د دغه وزارت له ټولو برخو څخه په جدي توګه څارنه کوي او له اداري فساد سره د مبارزې په لړ کې يې هم ځنډ نه دى کړى.

نوموړي زياته کړه چې نا امني، د ښځينه روغتيايي کار کوونکو نه شتون او د مالي امکاناتو کمښت، د روغتيا په برخه کې د شته ستونزو مهم لاملونه د ي او بايد د روڼتيا څارو بنسټ  تر خبري غوندې مخکې، د خپلو څېړنو پايلې له وزارت سره شريکې کړې واى.

دغه راز په ١٣٩٢ کال کې د پژواک خبري اژانس يو تحقيقي راپور ښيي چې د افغانستان ٦٧سلنه درملتونونو مسلکي کار کوونکي نه درلودل،د هېواد په ځينو سيمو کې خلکو تر روغتيايي مرکزونو پورې درې ورځې پلي مزلونه کول.

د پژواک خبري اژانس په خپل دغه تحقيقي راپور کې موندلې وه چې هر کال په افغانستان کې د ټيټو روغتيايي خدمتونو له امله له بېلا بېلو ستونزو سره مخ دي او د درملنې لپاره له هېواد څخه بهر سفرونه کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement