د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د چارواکو او زورواکو مداخلو په هلمند کې روغتيايي خدمتونه ټکني کړي"

"د چارواکو او زورواکو مداخلو په هلمند کې روغتيايي خدمتونه ټکني کړي"

Aug 27, 2017 - 14:29

لښکرګاه (پژواک، ٥ وږی ۹۶): هلمند کې د نرسانو او قابلو پر ځاى د لوړپوړو دولتي چارواکو له لوري غير مسلکي کسان پر دندو ګومارل شوي دي.

دغه څرګندونې د هلمند د عامې روغتيا رييس مولاداد توبه ګار په مرکز لښکرګاه کې د ٧٠ نرسانو او قابله ګانو د فراغت په غونډه کې وکړې.

توبه ګار وويل چې دغه کسان له درې کلنې دورې زده کړو وروسته نن فارغ شول چې په مرکز او ولسواليو کې به پر دندو وګومارل شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ٧٠ کسانو ٤٠ يې ښځې  دي چې ١٢ يې له نرسنګ او ٢٨ نورې يې د قابله ګۍ له برخې فارغې شوې دي.

توبه ګار وويل چې په تېرو څو کلونو کې د دغه ولايت له روغتيايي انسټيټيوټ څخه شاوخوا پنځه سوه کسان فارغ شوي خو ډېرى يې اوس وزګار دي.

ده زياته کړه چې د دې کسانو پر ځاى د ملي شورا د غړو او يو شمېر نور دولتي چارواکو له لوري غير مسلکي کسان پر دندو ګومارل شوي دي.

هغه وويل: ((دلته ٥٠٠٤ کسان په روغتيايي برخو کې کار کوي، ډېرى يې غير مسلکي دي، زورواکو ګومارلي دي او له کلونو راهيسې کار کوي.))

د هغه په وينا، دغه غير مسلکي کسان د نورو برخو تر څنګ د واکسين په برخه کې هم کار کوي چې له امله یې يو شمېر ماشومان پر ګوزڼ او نورو ناروغيو اخته شوي دي.

نوموړى په دې برخه کې د کوم زورواکي نوم ياد نه کړ خو زياته يې کړه چې والي بايد له دوى سره په روغتيايي چارو کې د هر ډول لاسوهنې په مخنيوي کې مرسته وکړي.

توبه ګار دا هم وويل چې اوسمهال دوى په ولسواليو کې سل خالي بستونه لري او نوي فارغ شوي کسان کولاى شي خپل غوښتنليکونه دوى ته وسپاري.

د هغه د معلوماتو له مخې، دوى په هلمند کى ٧٥ روغتيايي مرکزونه لري خو بسنه نه کوي بايد دغه مرکزونه ډېر شي.

د هلمند د روغتيايي علومو انسټيټيوټ امر ډاکتر راز محمد وويل چې د استادانو شمېر يې کم دی، بايد تشکيل يې پوره شي.

هغه وويل چې د عالي نرسنګ او قابله ګۍ تر څنګ دې په دغه انسټيټيوټ کې نورې روغتيايي برخې هم فعالې شي.

د نوو فارغ شوو کسانو له ډلې وږمې پژواک ته وويل چې په تېرو درېيو کلونو کې يې مسلکي زده کړې کړې دي.

هغې وويل، چمتو ده چې له خلکو سره روغتيايي مرستې وکړي.

د يادې غونډې په پاى کې د هلمند والي حيات الله حيات وويل چې په روغتيايي برخو کې بايد مسلکي کسان پر دندو وګومارل شي.

ده له نوو فارغانو غوښتنه وکړه چې له ناروغانو سره مسلکي چلند وکړي.

والي ټينګار وکړ چې روغتيايي کارکوونکي بايد د روغتيايي خدمتونو تر څنګ عامه پوهاوى هم ورکړي څو نجونې په کوچني عمر کې واده نه شي.

د حيات په وينا، که چېرې نجونې په کوچني عمر کې واده شي نو د زېږون پر مهال ډېرې يې بيا له مرګ سره مخ کېږي.

د يادونې ده، د هلمند په ګډون د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د روغتيا تر څنګ په نورو برخو کې هم  غير مسلکي کسان پر دندو ګومارل شي چې خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement