د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په چين کې د زړه سوري په ناروغۍ اخته ٢٠ماشومانو درملنه کېږي

په چين کې د زړه سوري په ناروغۍ اخته ٢٠ماشومانو درملنه کېږي

Aug 27, 2017 - 20:07

کابل (پژواک،٥وږى٩٦): د چين د سره صليب پلاوي د افغانستان له سرې مياشتې سره د پراخې ملګرتيا په اعلانولو سره وايي، د معالجوي ډاکټرانو په استولو سره په افغانستان کې دننه دناروغانو د درملنې زمينه برابره او له لرې واټن څخه درملنه هم تر لاس لاندې نيسي.

د حکومت د اجرائيه رياست د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې چې نن پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، راغلي چې د حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله نن د چين جمهوريت د سره صليب يه پلاوي سره وکتل.

په دغې ليدنه د چين د سره صليب پلاوي د افغانستان له سرې مياشتې سره د ملګرتياوو پر پراخېدو د ټينګار ترڅنګ وويل، کلونه کېږي چې د افغانستان له سرې مياشتې سره نږدې اړيکه لري او د دوى ملګرتيا پر روغتيايي خدمتونو او د دغې ادارې لپاره د اړينو اسانتياوو پر برابرولو ولاړه ده.

ياد شوي پلاوي په چين کې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ٢٠افغان ماشومانو د درملنې لپاره د چمتووالي خبر هم ورکړ او ويې ويل چې د ١٥ ورځو په اوږدو کې به د دغو ناروغانو درملنه وشي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، نوموړي پلاوي ويلي چې دغه ماشومان به د درملنې په موخه چين ته بوځي؛ خو په راتلونکې کې غواړي چې افغانستان ته د معالجو ډاکټرانو په استولو سره د دغه هېواد په داخل کې د ناروغانو د درملنې او دغه راز له لرې واټن څخه د درملنې زمينه هم برابره کړي.

چيني پلاوي ماشومانو ته د پاسپورټ برابرولو او لېږدولو په برخه کې د هېواد د اجرائيه مشر د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

ورپسې د حکومت اجرائيه مشر عبدالله د افغانستان له خلکو سره د چين د سره صليب د مرستو او ملګرتياوو څخه په قدرونې سره وويل، حکومت د درملنې لپاره چين ته ماشومانو استولو په موخه اړيکې اسانتياوې برابروي.

د حکومت اجرائيه مشر وويل، حکومت چمتو دى چې چين ته د درملنې لپاره د ماشومانو د استولو په موخه مشخصې الوتنې په پام کې ونيسي، اړوندو ادارو ته يې امر کړى چې د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ماشومانو ته دې پاسپورټونه ژر تر ژره برابر کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement