د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د عامې روغتيا وزير ننګرهار ته د ډاکټرانو د ستونزو د حل لپاره سفر وکړ

د عامې روغتيا وزير ننګرهار ته د ډاکټرانو د ستونزو د حل لپاره سفر وکړ

Sep 18, 2017 - 19:10

جلال اباد (پژواک ٢٧ وږى ٩٦): په ننګرهار کې د امنیتي ستونزو له امله د لسګونو روغتیاپالو کاري اعتصاب د پای ته رسولو په موخه د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز دې ولایت ته سفر وکړ .

د نوموړي په مشرۍ یادو ډاکټرانو د ولایت سرپرست والي او امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي، چې د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نجیب الله کامه وال، د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري او غړي ډاکټر ناصر کامه وال هم موجود وو، ناسته وکړه .

د ډاکټرانو ستونزو تر اورېدو وروسته د لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي وویل، ولایتي اداره په ټول توان سره د قانون په چوکاټ کې له شته امکاناتو څخه د دې ولایت د ټولو ولسونو په ځانګړي ډول د روغتیاپالو د امنیت خوندیتوب په برخه کې جدي دی .

هغه د عامې روغتیا وزیر او ډاکټرانو څخه وغوښتل چې په ګډه یوه منظمه طرحه جوړه کړي، چې له مخې يې کاري اعتصاب پای ته ورسیږي او دوی وکولای شي د ډاکټرانو ستونزې ته د قانون په چوکاټ کې د حل لاره چاره ومومي .

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیرزو د ولایت سرپرست او امنیه قوماندان څخه مننه وکړه، چې د ډاکټرانو ستونزې په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ، خو ډاکټرانو ته یې هم ډاډ ورکړ، چې لوړپوړو مسوولینو ته د غږ رسولو په برخه کې به له دوی سره یو ځای اقدامات ترسره کړي .

نوموړي هم له روغتیاپالو څخه وغوښتل چې د خلکو ستونزو ته په کتو خپل کاري اعتصاب پای ته ورسوي او ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي .

ټاکل شوې د ډاکټرانو کاري اعتصاب ستونزې ته ډېر ژر د خبرو اترو او پرېکړو په ترڅ کې د پای ټکی کېښودل شوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement