د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اروزګان کې د بندو روغتیایي مرکزونو په غبرګون کې لاریون وشو

اروزګان کې د بندو روغتیایي مرکزونو په غبرګون کې لاریون وشو

Sep 26, 2017 - 19:16

ترينکوټ (پژواک، ٤ تله ٩٦): اروزګان کې لاريون کوونکو په دغه ولايت کې د تړل شويو روغتيايي مرکزونو د پرانيستې غوښتنه وکړه او نيوکه يې کوله چې حکومت په دې اړه لازم اقدامات نه دي کړي.

د راپورونو له مخې، وسله والو طالبانو له يوې اوونۍ راهيسې په دغه ولايت کې ٥٨ روغتيايي مرکزونه تړلي او خلک له روغتيايي چوپړ څخه بې برخې دي.

د طالبانو له خوا د دغو مرکزونو تړل کېدو او په دې اړه د دولتي چارواکو چوپتيا خلک دې ته اړ کړل، چې نن د ولایتي روغتون مخې ته په لاریون لاس پورې کړي.

د لاریون یو تن ګډونوال نقیب الله وایي:" چارواکي یوازې خلک تېرباسي او ورته وایي چې ولايتي روغتون پرانیستل شوى، خو په حقیقت کې هېڅ نشته، تېره ورځ هم په روغتون کې یوې امیندوارې ښځې د ولادت پرمهال ژوند له لاسه ورکړ."

نقیب الله وایي ، دوى به تر هغه لاريونونو ته دوام ورکړي چې دغه روغتيايي مرکزونه پرانيستل شي.

خو د اروزګان ولایت مرستیال والي عبدالواحد پټان وايي، چې ولايتي روغتون او د دولت تر کنټرول لاندې سيمو کې روغتيايي مرکزونه نه دي تړل شوي.

د ده په وينا، هغه ۳۱ روغتیایي مرکزونه چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې فعاليت لري، تړل شوي او د بیا پرانیستلو لپاره یې هڅې روانې دي.

خو د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي ويلي  :"داچې په صحي مراکزو کې ډاکټر او دوا نه پیدا کیږي، عام خلک له لرې پرتو سیمو څخه د علاج په تمه راځي له بل ځای څخه هم له معالجې وځي او په کلینیکونو کې هم دوا او ډاکټر نه وي، نو د اسلامي امارت مجاهدینو لازمه وبلـلـه چې د دغو مراکزو تش په نوم ودانۍ هم بندې کړي، تر څو له یوې خوا خلک په زحمت نه شي او د خپلو مریضانو د معالجې لپاره بله بدیله لار ولټوي، له بلې خوا د موضوع حل ته اساسي لاره پیداشي".

د هغه په وينا، که د حکومتي چارواکو او اړوندو موسسو له خوا د ولایت په مرکزي او نورو سیمو کي کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو ته بې له توپيره طبي پرسونل او دوا پرېښودل شي، د خیانت مخه ونیول شي او خنډونه ورته جوړ نه شي ، دوى د هېڅ روغتیايي مرکز له فعالیت سره ستونزه نه لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement