د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره مشورتي ناسته وکړه

ولسمشر غني د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره مشورتي ناسته وکړه

Sep 28, 2017 - 15:56

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٦): ولسمشر غني د ولسي جرګې له ريیس او اداري پلاوي سره دې جرګې ته د نوماند وزيرانو د ور پېژندلو په ګډون د ملي مسایلو په اړه مشورتي ناسته وکړه.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ناسته نن له غرمې مخکې په ارګ کې وشوه.

سرچينه کاږي، په دې ناسته کې د ولسي جرګې اداري پلاوي د ولسمشر غني  د بریالۍ ډیپلوماسۍ په ځانګړي ډول امریکا ته د سفر او د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په ۷۲يمه ناسته کې د هغه د وینا قدراني وکړه او هغه یې بریالۍ وبلله.

سرچينه کاږي، د ولسي جرګې مشرتابه پلاوي د ولسمشر په مشرۍ د حکومت د برنامو ستاینه وکړه او ويې ویل، ولسي جرګه د حکومت تر څنګ ده او د ټولو سیاسي، اقتصادي او زېربنایي برنامو ملاتړ کوي.

سرچينه زياتوي، په دې ناسته کې پر بېلابېلو محورونو په ځانګړي ډول د کابینې پر بشپړولو او ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د ورپېژندلو، د سولې او ثبات د تامین، د قوانینو او فرامینو او همداراز د هېواد د عمده مسایلو په اړه بحث او خبرې وشوې.

اشرف غني وویل، له څلوېښتو کلونو وروسته د افغانستان لپاره ښه فرصتونه برابر شوي او له دغو فرصتونو باید په ښه توګه ګټه واخیستل شي.

هغه زیاته کړه، د سولې په اړه باید عمومي اجماع رامنځته شي او په دې برخه کې یې د ملي شورا او د خلکو د بېلابېلو قشرونو ونډه مهمه وبلله.

نوموړي د سولې په اړه وضاحت ورکړ او زیاته یې کړه، د افغانستان حکومت به له پاکستان سره د سولې مذاکراتو په هر پړاو کې له ملي شورا سره مشوره وکړي.

ده څرګنده کړه، حکومت به د بودجې په اړه زون په زون د خلکو له استازو سره بحث وکړي.

هغه د مقننه قوې ونډه مهمه وبلله او ويې ویل: "موږ د مقننه قوې نقش ته چې په اساسي قانون کې تسجیل شوی دی، درناوی لرو."

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement