د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هرات ځينې تاريخي ابدات د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

د هرات ځينې تاريخي ابدات د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

Oct 04, 2017 - 20:08

هرات(پژواک،١٢تله٩٦): د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي د دغه ولايت د ځينو تاريخي ابداتو وضعيت د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل چې د دغه ولايت د "مصلى"د منارو د نړېدو احتمال شته دى.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس، اريا روفيان نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې د هرات د تاريخي ابداتو ٢٠سلنه د له منځه تلو په حال کې دي او دغه ټول ابدات بېړنۍ بيا رغونې ته اړتيا لري.

نوموړي وويل:" د هرات د مصلى ټولې منارې په ځانګړې توګه پنځم منار د نړېدو په حال کې دى او که پاملرنه ورته ونه شي، ښايي له منځه لاړ شي. "

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس دغه راز وويل چې ددغه منارو د احتمالي نړېدو موضوع يې څو څو ځلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د ملګروملتونو د علمي، کلتوري او روزنيز سازمان(UNESCO) سره شريکه کړې؛ خو په دې اړه هېڅ اقدام نه دى شوى.

نوموړي زياته کړه:" د هرات ولايت د سلګونو سترو تاريخي ابداتو په درلودلو سره د هېواد په کچه شهرت لري؛ خو حکومت ددغو ابداتو د ساتنې لپاره ان د يوه معمولي ولايت په کچه هم پاملرنه نه ده کړې."

هغه په ډاګه کړه چې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست د تاريخي ابداتو د ثبت لپاره د تجهيزاتو او امکاناتو له نه شتون سره مخ دى.

په ورته وخت کې د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت دې د تاريخي ابداتو د ساتنې لپاره د اطلاعاتو او کلتور رياست ته ډېره بودجه ورکړي چې ددغو اثارو د نړېدو مخه ونيول شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د هرات ښاروال سيد وحيد قتالي ددغو ابداتو سره نږدې د غير معياري ودانيو د جوړېدو له امله اندېښنه په ډاګه کړې وه او اوس د اطلاعاتو او کلتور رييس له دغه ادارې څخه غواړي چې د يادشويو ودانيو د جوړېدو مخه دې ونيسي.

دغه خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هرات اوسېدوونکو په وار وار د لرغونو اثارو د ساتنې په برخه کې د مسوولو چارواکو د نه پاملرنې له امله اندېښنه په ډاګه کړې؛ خو تر اوسه د هرات د لرغونو اثارو د بيا رغونې په برخه کې هېڅ کار نه دى شوى.

 

 

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement