د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ ۷۵ سلنه برخه د طالبانو په کنټرول کې ده

د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ ۷۵ سلنه برخه د طالبانو په کنټرول کې ده

Nov 12, 2017 - 19:11

کندوز (پژواک، ٢١ لړم ٩٦): د کندوز د دشت ارچي ولسوال وايي چې د دې ولسوالۍ ٧٥ سلنه سیمه له وسله والو طالبانو سره ده او په دې سيمه کې يې خپل مرکزونه جوړ کړي دي.

دغه څرګندونې د دشت ارچي ولسوال نصرالدين سعدي د لړم په ٢١مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل چې دغه ولسوالۍ په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو پر مرکز بدله شوې او څه باندې څلور زره طالبان په کې فعاليت کوي.

هغه وايي: ((د دې ولسوالۍ ٧٥ سلنه خاوره له طالبانو سره ده، څلور زره کسان يې دلته فعاليت کوي.))

د ولسوال په وينا، په دې ولسوالۍ کې د امنيتي سرتېرو شمېر ډېر کم دى چې بايد دغه شمېره لوړه شي.

 د اړوندې موضوع په اړه د دې ولسوالۍ قومي مشر فريداحمد کاکړ وويل چې په دې ولسوالۍ کې طالبانو ټولې دولتي ادارې کلابندې کړې دي.

هغه زياته کړه: ((امنيتي وضعيت بېخي خراب دى، ټول دفترونه طالبانو محاصره کړي دي، څوک دولتي دوايرو ته نه شي ورتللى، ډېرى وخت مامورين هم نه ورځي.))

همدارنګه د دې ولسوالۍ بل قومي مشر حاجي نعيم پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې امنيتي حالات سم نه دي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ده وويل: ((خلک په ښار کې ازادانه تګ راتګ نه شي کولاى، دولت بايد توجه وکړي کنه دغه ولسوالۍ سقوط کوي.))

د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د دشت ارچي ولسوال هم د يادو خلکو څرګندونې تاييد کړې او ويې ويل چې دغه ستونزې څو ځلې د ملي يووالي حکومت له مشرانو سره شريکې کړې خو تر اوسه مثبت ځواب نه دى ترلاسه کړى.

سعدي له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د دې ولسوالۍ د امنيت ټينګښت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دشت ارچي د کندوز د نا امنو ولسوالۍ له ډلې څخه ده چې په تېرو څو کلونو کې څو ځلې د وسله والو مخالفينو په لاس سقوط کړى دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement