د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حکومت: د لويې جرګې د رابللو هڅه د هېواد له نافذه قوانينو سره سمون او رسميت نه لري

حکومت: د لويې جرګې د رابللو هڅه د هېواد له نافذه قوانينو سره سمون او رسميت نه لري

Nov 15, 2017 - 18:49

کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٦): حکومت وايي، د ځينو او افرادو او کړيو له خوا د لويې جرګې د رابللو هڅه د هېواد له نافذه قوانينو سره سمون او رسميت نه لري.

څه باندې يوه مياشت وړاندې (د تلې شلمه) د هېواد مخکيني ولسمشر حامد کرزى ويلي و چې په هېواد کې د سولې ټينګښت، ملي وفاق او د قدرتونو له ټکر څخه د مخنيوي لپاره بايد لويه جرګه راوبلل شي. تردې وروسته، د تېر شوي حکومت يو شمېر نورو چارواکو هم د لويې جرګې د رابللو غوښتنه کړې ده.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د اساسي قانون د یو سلو لسمې مادې د صراحت له مخې، لویه جرګه د افغانستان د خلکو د ارادې تر ټولو ستر مظهر دی او اساسي قانون یې د داېرېدو جزئیات مشخص کړي دي.

خو سرچينه کاږي، په دې وروستیو کې ځینو افرادو او حلقو د لویې جرګې د رابللو اوازې خپرې کړي او همدارنګه یې د هېواد ځینو ولایتونو ته خپل افراد او اشخاص هم استولي دي، چې هغوی نه یواځې د حکومت رسمي استازي نه دي، بلکې عام خلک هم له دوی سره په ناستو او مشورو مکلف نه دي. 

سرچينه زياتوي، دا پروسه د افغانستان نافذه قوانینو سره مطابقت او رسمیت نه لري.

سرچينې د حکومت کارکوونکو ته لارښوونه کړې، چې په هغو پروسو کې له ګډون څخه چې له قانون سره مطابقت نه لري، ډډه وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement