د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"امام صاحب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې"

"امام صاحب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې"

Nov 17, 2017 - 14:33

کندوز(پژواک،٢٦لړم٩٦): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې پنځه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دغه څرګندونې په هغه اعلاميه کې شوي چې د ملي دفاع وزارت له لوري د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

په دې اعلاميه کې راغلي چې تېره ورځ افغان امنيتي ځواکونو په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات کړي دي.

سرچينه وايي چې په دې عملياتو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي خو سرچينې د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال صفر محمد اکبري پژواک ته وويل چې په امام صاحب کې تېره ورځ جګړه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

امام صاحب د کندوز د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې ډېرى سيمې يې له وسله والو طالبانو سره دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement