د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سینه بغل د مخنیوي نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د سینه بغل د مخنیوي نړیواله ورځ ونمانځل شوه

Nov 19, 2017 - 15:24

کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۹۶): د عامې روغتيا وزارت وايي، په هېواد کې په هرو پنځو ساعتونو کې يو ماشوم د سينه بغل ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او تېر زېږديز کال څه باندې ۲۱۰۰ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

دغه وزارت نن په کابل کې د سينه بغل د مخنيوي نړيواله ورځ د "د ماشومانو پر روغتيا پانګونه وکړئ او سينه بغل له منځه يوسئ." تر شعارلاندې ونمانځله.

دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر ۲۰۱۶ زېږديز کال کې په هېواد کې څه باندې ۱،۳ ميليونه د سينه بغل پېښې په روغتونونو کې ثبت شوې چې له دې ډلې څه باندې ۲۱۰۰ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال فدا محمد پيکان  په دې نمانځغونډه کې وويل چې د دې ورځې نمانځنې موخه، په هېواد کې د دې ناروغۍ پر وړاندې د پوهاوي کچې لوړول، د درملنې او مخنيوي د چارو پراختيا او د دې ناروغۍ پر وړاندې د اقداماتو ډېروالی دی.

هغه خوار ځواکي، د سينه بغل واکسين نه لګول او له ککړې هوا د ماشومانو نه ساتنه پر دې ناروغۍ د اخته کېدو لاملونه په ګوته کړل.

دی وايي، له دې سره سره چې په افغانستان کې نږدې ۸۰ سلنه ماشومانو ته د سينه بغل واکسين لګول شوی خو بيا هم په هېواد کې په هرو پنځو ساعتونو کې يو ماشوم د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ده په وينا، د دې ناورغۍ په اړه د عامه پوهاوي کچې ټيټوالی، د ځينو ډاکترانو بې پروايي او د بوديجې کموالی په دې ناروغۍ  د ماشومانو د مړينې لاملونه دي.

هغه وايي، د عامې ورغتيا وزارت د دې ناروغۍ د مخنيوي په موخه د هېواد په څه باندې ۱۹۰۰ روغتيايي مرکزونو کې په وړيا ډول د سينه بغل واکسين لګول شوى او د ماشومانو د مړينې د مخنيوي په موخه يې څه باندې ۲۱زره روغتيايي کارکوونکو ته هم روزنه ورکړې ده.

پيکان سم تشخيص، پر خپل وخت ډاکتر ته د درملنې په موخه ورتګ، د ډاکتر له هدايت سره سمې کړنې او په دې اړه د کورنيو د عامه پوهاوي د کچې لوړوالی د دې ناروغۍ د کمېدو لاملونه په ګوته کړل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (UNICEF) استازي فريد احمد عثماني سينه بغل د نړۍ په کچه د هغو ماشومانو چې عمرونه یې تر پنځو کلونو ټيټ دي، وژونکې ناروغي وبلله او ويې ويل چې په نړۍ کې په هرو ۲۰ ثانيو کې يو ماشوم د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه ژمنه وکړه چې يونيسف به د دې ناروغۍ د مخنيوي او درملنې په موخه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په لومړي ځل په ۲۰۰۹ کال کې د نړۍ ۱۰۰ روغتيايي ادارو د سينه بغل ناروغۍ د مخنيوي په موخه يو اېتلاف جوړ کړی چې د دې ناروغۍ د درملنې او مخنيوي په موخه د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د نومبر ۱۲مه د سينه بغل د نړيوالې ورځ په نوم ياده کړه.

له هغه وروسته هر کال دغه ورځ د (نومبر ۱۲مه) په افغانستان او نړۍ کې نمانځل کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement