د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

يوه لور د پلار له خوا وژل شوې

يوه لور د پلار له خوا وژل شوې

Nov 25, 2017 - 17:31

ترینکوټ (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٦): د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار يوه لور د پلار له خوا وژل شوې ده.

د اروزګان امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي د ليندۍ په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،  دغه پېښه تېره شپه د ښار په څلورمه ناحيه کې رامنځته شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ښځه  پر مرمۍ لګیدلې او ژوند یې دلاسه ورکړى دى .

ده زياته کړه  چې د پېښې  څېړلو په موخه يې سيمې ته يو پلاوى لېږلى دى.

د اروزګان د ملکي روغتون یوي سرچیني پژواک ته وويل، تېره شپه ورته د ترینکوټ ښار څخه یوه نجلۍ وروړل شوې وه، چې لومړۍ ټپي خو وروسته یې ساه ورکړه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، پر نجلې د پلار له خوا د چره ييز ټوپک ډزې شوې او وژل شوې ده.

د يو بل خبر له مخې، تېره شپه په ترينکوټ ښار کې د حکومتي ځواکونو او وسله و الو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

  امنیه قوماندان رحمت الله صدیقي وایي چې په دې نښتو کې ۸   طالب وسله وال وژل شوي او ۷ تنه نور یې ټبیان دي.

د هغه په وینا، په دې جګړه کې دولتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement