د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د نيمروز زيات روږدي له ګاونډيو هېوادونو را ستانه شوي دي

روغتیا

آرشيف

فيچرونه

آرشيف

د نيمروز زيات روږدي له ګاونډيو هېوادونو را ستانه شوي دي

Nov 26, 2017 - 17:50

زرنج(پژواک، ٥ ليندۍ ٩٦): د نيمروز  چارواکي وايي چې په دې ولايت کې پر نشه يي توکو د روږدو شمېره لس زر کسانو ته رسېږي او اکثريت يې هغه کسان دي چې د کار لپاره له هېواده بهر تللي او تر روږدېدو وروسته بېرته هېواد ته را ستانه شوي دي.

د نيمروز د عامې روغتيا رياست د روږدو د درملنې کلينيک مسوول ډاکټر سيدخېلي کاظمي وايي، که څه هم د روږدو د شمېر په اړه کره سروې نه ده شوې، خو په احتمالي ډول په دې ولايت کې څه باندې لس زره کسان پر نشه يي توکو روږدي دي.

نوموړي زياته کړه چې په نيمروز ولايت کې د لس زره روږدو نه نږدې ٦٠٠ ښځې دي. ددې ترڅنګ د روږدو له ٦٠ تر ٧٠ سلنې پورې هغه کسان دي چې د کار په موخه له هېواده بهر تللي او پر نشه يي توکو له روږدېدنې وروسته راستانه شوي دي.

هغه زياته کړه چې د دوى د روږدېدنې يو لامل هم کاري فشار، رواني فشارونه، د روږدو شتون او په کاري ساحو کې نشه يي توکو ته اسانه لاس رسى دى.

نوموړي زياته کړه چې اوسمهال په زرنج ښار کې د روږدو د درملنې دوه مرکزونه شته چې د روږدو ښځود درملنې مرکز کې ٢١ ښځې او د نارينه وو مرکز کې ٥١ تنه تر درملنه لاندې دي او هر ناروغ له ٤٥ ورځنۍ درملنې او جوړېدو وروسته خپلې کورنۍ ته سپارل کېږي.

د عامې روغتيا رياست دغه چارواکي وويل چې تر اوسه پورې درې زره روږدې ښځې او اته زره روږدي نارينه له درملنې وروسته خپلو کورنيو ته سپارل شوي، چې ډېرو کمو يې له درملنې وروسته نشه توکو ته مخه کړې ده.

له بلې خوا د نيمروز يوه اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت د روږدو د درملنې يو مرکز جوړ کړى چې تر پنځو سوو روږدې په کې تر درملنه لاندې نيول شوي دي.

د نيمروز سوداګرحاجي نذير نظري چې دا مرکز يې جوړ کړى دى، پژواک ته وويل چې دا مرکز يې د ځوانانو د ژغورنې په موخه جوړ کړى، څو وکولى شي چي ځوانان وژغوري، ځکه چې دوى د هېواد پانګه ده او له هرې لار بايد ورسره ملاتړ وشي.

نوموړي زياته کړه:((دا مرکز شاوخوا څلور کاله وړاندې جوړ شوى او تر اوسه پورې يې د دوو نه تر درېيو زرو پورې روږدو درملنه کړې ده، دې مرکز کې روږدو ته جامې، خواړه او اړين درمل ورکول کېږي او ضمنا د نيمروز دعامې روغتيا رياست هم په  اوونيز ډول له دې مرکز  څخه  څارنه کوي.))

په زرنج ښار کې د سړک د سر يو  روږدى مجيد چې ښځه او څلور اولادونه لري، وايي چې د کار لپاره ايران ته تللى و او هلته په نشه يي توکو روږدى شو.

نوموړى چې د فراه ولايت اصلي اوسېدونکى دى، زياتوي:((کار مو دروند و، ملګرو مې نشه يي توکي کارول، ما هم په لومړيو کې ترياک او وروسته د کرسټالو استعمال شروع کړ، اته کاله کېږي چې په نشه يي توکو روږدى شوى يم.))

د نيمروز يوې روږدې مېرمن زهرا هم پژواک ته وويل چې د نشه يي توکو پېر او پلور له کومې ستونزې پرته په کوڅو او بازارونو کې دوام لري.

هغې وويل چې پر عمده قاچاق وړونکو سربېره، لومړى بايد پرچون پلورنکي ټول کړي، نشه يي توکي دکاري دفترونو او چارواکو  له کورونو سره نږدې بې له څه وېرې پلورل کېږي، هر وخت چې هټۍ وتړل شوې، روږدي اړ کېږي چې نشه يي توکي پرېږدي.

دا ښځه چې له خپل خاوند سره يو ځاى په کرسټال(له هيروينو پرمختللي نشه يي توکي) روږده ده، وويل:((مېړه مې يو عادي کارګر و، په ايران کې روږدى شو، ١٢ کاله کېږي چې نشه يي توکي کاروي، موږ اولاد نه لرو، د خاوند روږدېدنه مې ددې لامل شوه چې زه هم په دې مصيبت اخته شم، اوسمهال د ښځو لپاره کلينيکونه جوړ شوي، بستر يم، غواړم چې درملنه مې وشي او له نشه يي توکو د تل لپاره وژغورل شم.))

د نيمروز د ښځو چارو رياست يوه چارواکې شيما محمدي وايي چې بېوزلي، وزګارتيا، کډوالي او د مېړه روږدېدنه يې د ښځو د روږدېدنې لاملونه دي چې هېڅ کومې موسسې په دې برخه کې پاملرنه نه ده کړې، څو ښځو ته کار- کسب پيدا کړي.

له ښاره د روږدو ټولول

د نيمروز ولايت  له نشه يي توکو سره د مبارزې سرپرست محمد علم غمي هم وويل چې په دې ولايت کې څه باندې څلور زره روږدي شته چې په کوڅو، بازارونو او نورو ځايونو کې ژوند کوي، ددې کسانو ټولول او يوې ځانګړې سيمې ته يې لېږدول زيات لګښت او بوديجې ته اړتيا لري.

د نيمروز امنيې قوماندانۍ وياند محمد عمري هم وويل چې روږدي تل د زرنج ښار د پوليسو له لوري را ټولېږي او بيا يې د عامې روغتيا رياست او يا هم د حاجي نذير نظري روغتيايي مرکز ته سپاري، څو هم له ښاره ټول شي او هم تر درملنه لاندې ونيول شي.

خو د روږدو د درملنې برخې يوه مسوول وويل، دا چې پوليس کله کله ځينې روږد ټولوي او روغتيايي مرکز ته يې لېږدوي، دا يې حل لاره نه ده، بايد دا کار د يوه ستر پلان له مخې تر سره شي.

نوموړي زياته کړه چې د روږدېدنې د مخنيوي لپاره بايد هر اړخيزه هڅې وشي، د امنيې قوماندانۍ، عامې روغتيا، ولايت مقام او ښاروالۍ په ګډون ټول ارګانونه بايد په ګډه د روږدو په ټولونه او درملنه کې مرسته وکړي او د سړک د سر پلورنځي ټول کړي.

له بلې خوا د نيمروز امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال صالح محمد صالح وويل چې په دې ولايت کې د نشه يي توکو کښت، قاچاق، پېر او پلور منعه دى او له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.

نوموړي زياته کړه چې په نيمروز ولايت کې يې د نشه يي توکو د کښت، قاچاق، پېر او پلور په تړاو يو شمېر کسان نيولي، خو کره شمېره يې ونه ښوده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement