د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"ټاپي پروژه د اقتصادي پياوړتيا ترڅنګ د امنيت په ښه کېدو هم مثبت اغېز لري"

"ټاپي پروژه د اقتصادي پياوړتيا ترڅنګ د امنيت په ښه کېدو هم مثبت اغېز لري"

Nov 26, 2017 - 16:02

لښکرګاه(پژواک، ۵ لیندۍ۹۶): د هلمند چارواکي وايي چې د ټاپي پروژه به د اقتصادي پياوړتيا ترڅنګ د امنيت په ښه کېدو هم مثبتې اغېزې وکړي.

ټاپي د افغانستان، ترکمنستان، هندوستان او پاکستان ګډه پروژه ده چې له مخې يې ګاز د افغانستان له لارې، هند او پاکستان ته لېږدول کيږي.

ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلوونکي کې ددې پروژې چارې په افغانستان کې پيل شي، نو ځکه نن په همدې موخه په هلمند کې د عامه پوهاوي غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د هلمند سرپرست والي بسم الله روحاني وويل چې د ټاپي پروژه د افغانستان او سيمې لپاره ډېره مهمه او ګټوره پروژه ده.

هغه وویل: (( موږ پوهیږو چې له یوې خوا به عامو خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي، له  بلې خوا به  امنیت ورسره ټینګ شي، له دې امله غواړو عام ولس يې  په ګټه وپوهیږي.))

ده پر خلکو ټينګار وکړ چې د يادې پروژې په پلي کېدو کې له حکومت او نورو اړوندو ارګانونو سره اړينې مرستې وکړي.

همدارنګه د هلمند د ولايتي شورا غړي کريم خان اتل وويل چې د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره به په دې سيمه کې ډېر مثبت بدلونونه راشي.

هغه وايي: (( موږ په دې پروژه کې خپلې ګټې ګورو، خلکو ته به د کار زمينه برابره شي، د ځمکو قيمت به لوړ شي، سبتيشنونه به جوړ شي او ډېر نور کارونه به هم ترسره شي.))

اتل وايي چې دغه پروژه به د يادو هېوادونو پر اړيکو هم مثبت اغېز ولري.

دغه راز د ټاپي پروژې استازي خليل الرحمن وويل چې د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره به شاوخوا ١٥ زره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

هغه زياته کړه: (( د نل ليکې ٨١٦ کيلومتره په افغانستان کې تېريږي چې له ١٢ تر ١٥ زرو فني او غير فني کسانو ته به د کار زمينه برابره کړي.))

ده وويل چې په راتلوونکي کې به د عامه پوهاوي نورې غونډې هم جوړې شي، ترڅو خلک د دې پروژې پر اهميت پوه شي.

ديادونې ده چې د ټاپي له پروژې څخه افغانستان ته د کال شاوخوا  څلور سوه ميليونه ډالر حق العبور ورکول کېږي.

د ټاپي پروژه  د هلمند په ۱۳۴ کيلومتره  سيمه کې د ګرشک او واشېر ولسواليو په مربوطاتوکې تېرېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement